الحَمْدُ لله رَبِّ العَالَمِينَ وَالصَّلاَةُ وَالسَّلاَمُ عَلَىٰ أَشْرَفِ الخَلْقِ أَجْمَعِينَ وَخَاتَمِ الأَنْبِياءِ وَالمُرْسَلِينَ سَيِّدِنا مُحَمَّدٍ وَ عَلَىٰ آلِهِ
وَأَصْحَابِهِ وَالتّابِعِينَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ بِإِحْسَانٍ إِلَىٰ يَوْمِ الدِّيِنِ.
وبعد : د هر څه مخکي تاسو ټولو حاضرینو تـه د سـرور کائنات صلی الله علیه وسلم نبوي تحفه وړاندي کوم چي هغه
عبارت د السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ الله وَبَرَكَاتُه څخه ده ، محترمو مسلمانانو وروڼو ډېر د خوشحالۍ ځای دی چي الله عزوجل
ماته دومره توان اوطاقت راکړئ ، چي په خپل لږ علم د تجوید په بخش کي یو کتاب د خپلو مسلمانانو وروڼو خوصوصاً
د خپلو شاګردانو د صحیح زده کړي لپاره ولیکم او ټولني ته یې وړاندي کړم.
په نوموړي کتاب کي د نورو کتابو څخه لکه، جمال القرآن ، فوائدمکیه ، القول السدید، المقدمة الجزریة، انعام التجوید،
جمال القران ((کامل)) ، د تلاوت لارښود ، او داسي نورو... څخه استفاده ســـوې ده .
محترمو مسلمانانو وروڼو که چيري په نوموړي کتاب کـي مو کومه غلطي درک کـړه له مهربانۍ له مخي یـې د لاندي ادرسـو په
واسطه راسره شریکه کړئ تر څو په بل وار چاپ کي یې اصلاح وسي، د کتاب د چاپ حقوق د خپرندوی سره خوندي دي.
په آخِر کي الله عزوجل دي دا کتاب د خپل رضاء لپاره و ګرځوي ځکه چي هغه الله کـریـم او مـهربانه ذات دئ ، او الله
عزوجل دي زما د غه کوچنی خدمت په خپل دربار کي قبول او مقبول و ګرځوي .
او الله عزوجل دي اول ماته بیا ټـول امـت مـسلمة تـه بخښه وکړي .
وصلی الله تعالیٰ علیٰ خیر خلقه محمد واله و اصحابــــه اجمعین